
یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې بیا راپورته شوې او بې ساري کچې ته رسیدلي دي. دا کړکیچ وروسته له هغه پیل شو چې پاکستان په کابل او د افغانستان په څو سرحدي ولایتونو هوایی بریدونه وکړل؛ هغه اقدام چې اسلام آباد وویل چې هدف یې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې د پوستو ویجاړول دي. په هرصورت، د افغان طالبانو حکومت دا عمل "د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه" وبلله او په ځواب کې یې د پاکستان د سرحدي پوستو خلاف پراخ عملیات پیل کړل.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د افغان طالبانو حکومت اړونده سرچینې ادعا کوي چې د دې ډلې ځواکونو په کنړ، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د پاکستان څو سرحدي پوستې نیولي دي او حتی د پاکستان په خاورې کښې یې لس کیلومتره پرمختګ کړی دی. له بلې خوا، اسلام آباد دا ادعاوې رد کړې او د "طالبانو د تیري کوونکو بریدونو" په غندلو سره یې د متقابلو عملیاتو په ترڅ کې د دې ډلې د اډو د ویجاړولو خبر ورکړی دی.
د دې کړکیچ اصلي لامل د "ډیورنډ کرښې" په اړه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدې مودې شخړې دي؛ هغه پوله چې په ۱۸۹۳ کې د برطانوي استعماري حکومت لخوا رسم شوې وه او له هغه وخت راهیسې په جنوبي آسیا کې د شخړې یو له خورا حساسو ټکو څخه ګڼل کیږي. په ورته وخت کې، د ایران اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان، د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او په دواړو خواوو یې غږ وکړ چې خپلې ستونزې په زغم او ډیپلوماسۍ سره حل کړي.
شنونکي په دې باور دي چې د شخړې دوام کولی شي سیمه نوره هم بې ثباته کړي. دوی ټینګار کوي چې اصلي حل د جګړې په ډګر کې نه دی، بلکې د کابل او اسلام آباد ترمنځ په خبرو اترو او امنیتي همکارۍ کې دی، ځکه چې د ډیورنډ کرښې په اړه نوې جګړه به یوازې د دواړو هیوادونو خلک قرباني کړي.
https://parstoday.ir/ps/news/world-i165826